د ملي امنیت په اړه د امریکا د سنا یوې فرعي کمېټې ویلي که امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو ښایي دغه هېواد د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي جګړې پر ډګر بدل شي. یادې کمېټې پر هغه راپور بحث کړی و، چې د امریکا د سنا په لارښوونه جوړ شوی دی. د ملي امنیت په اړه په بحثونو کې دغه کمېټې ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې روانه پروسه چټکه کړل شي او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دې مانادار مذاکرات پایلې ته ورسول شي. ددوی په خبره په بېړه د سرتېرو ایستل نه یوازې دا چې د افغانستان او امریکا لپاره ګټور نه دي، بلکې په ټوله سیمه کې به د نا امنۍ، نیابتي جګړو، نښتو، ترهګرو شبکو د ودې او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي. د امریکا سنا د ملي امنیت دغه فرعي کمېټه ددې غوښتونکې ده چې افغان جګړه دې ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي او تر هغه وروسته دې بهرني سرتېري له دغه هېواد و ایستل شي.
































