د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي چې د امریکا دولت له ایران سره د اټومي تړون په اړه د ډيپلوماټیک حل امکان نه ویني. نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د بایډن اداره له ایران سره د اټومي تړون ډیپلوماټیک حل امکان نه ویني ځکه چې د ده په خبره، اوسمهال دوی په لومړنۍ مرحله کې دي او په دې مرحله کې د ایران شرطونه د منلو نه دي. هغه ټینګار کړی دی چې که ایران غواړي دوی ورسره شوي تړون ته بېرته راوګرځي نو باید نرمښت وښیي. د یادونې ده چې ایران په وار وار ویلي چې د تړون په اړه تر خبرو مخکې باید پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه له یوې مخې لرې کړل شي.
































