د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي. انتوني بلینکن ویلي امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي. دده په خبره د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د دوحې هوکړه داسې واضح موارد لري چې باید د سرتېرو د ایستلو تر وخت عملي شوي وای او واشنګتن غواړي پوه شي چې دا موارد څومره عملي شوي دي. تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې هوکړه ارزوي او غواړي پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
































