کابل ښار د اونۍ په پيل کې د دریو خونړیو چاودنو شاهد و. په دې چاودنو کې پنځه کسه وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي. له دې سره د راپورونو له مخې، د سلواغې میاشت په کابل کې له چاودنو او امنیتي پېښو ډکه میاشت وه. افغان چارواکي بیا تور پورې کوي چې دغه بریدونه د طالبانو له لوري او د طالبانو تر لارښوونه لاندې تر سره کېږي. په کابل کې بیا هېڅ وروستی برید طالبانو نه دی منلی، خو حکومت بیا وایي چې طالبان د سولې اراده نه لري او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.
پرون ورځ کابل ښاریانو په درنو چاودنو پيل کړه. لومړۍ چاودنه د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان پر سړک وشوه. په دغه سیمه کې مقناطیسي ماین پر یوه کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوی و، چې د معلوماتو له مخې دوه کسه یې ټپیان کړي دي. عیني شاهدان بیا وایي چې د پېښې له امله یو کس وژل شوی دی، خو امنیه قومندانۍ په دې پېښه کې یوازې د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر تایید کړی دی. دویمه چاودنه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کارته پروان په سیمه کې وشوه. په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. درېیمه چاودنه بیا د کابل ښار د درېیمې ناحیې په پل وحدت سیمه کې شوې ده. د کابل امنیه قومنداني وایي چې په دې پېښه کې هم دوه کسه وژل شوي دي.
تر اوسه د کابل ښار د یادو دریو چاودنو مسوولیت هېڅ لوري نه دی منلی او نه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه معلومات ورکړي دي. د کابل پولیس د یادو پېښو د تایید تر څنګ وایي، چې په اړه به یې پلټنې کوي او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریکوي. د کابل پولیس داسې مهال د پېښو د پلټنې خبره کوي چې په وروستیو کې نږدې هره ورځ په کابل ښار کې چاودنې کېږي؛ خو امنیتي ادارو د خپلو څېړنو او پلټنو پایلې له رسنیو سره نه دي شریکې کړې.
د رسنیو راپورونه ښيي چې تېره سلواغې (دلو) میاشت د کابل ښاریانو لپاره خونړۍ وه. د معلوماتو له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې په کابل ښار کې ۶۶ امنیتي پېښې شوې دي. په دې پېښو کې ټولټال ۱۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې موده کې ۳۹ چاودنې د ماینونو له امله، اته وسله وال بریدونه او ترورونه او ۱۹ جنایي پېښې رامنځ ته شوې دي. په دې پېښو کې ځينې مشهور شخصیتونه هم ترور شوي دي چې د ولس سخت غبرګون یې هم پارولی دی، خو سره له دې حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې په دې پېښو کې کموالی راولي.
بلخوا د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي بیا په دې باور دي چې طالبان د ټولو ترهګریزو فعالیتونو تر شا دي او په هېواد کې یې د ډېرو ترهرګرو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا لس زره بهرني وسله وال د افغانانو پر وړاندې جګړه کوي، چې د دوی ټولو لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده.
حمدالله محب یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي. د هغه په خبره: «هغه طالبان چې افغانان دي له دوی غواړو چې سوله وکړي، جګړې ودروي او د خپلو هغو مشرانو لار تعقیب نه کړي، چې د نورو په اشاره جګړې ته ادامه ورکوي.»
د افغانستان د ملي امنیت رییس هم په خپلو تازه څرګندونو کې طالبان د جګړو د دوام لامل بولي او په خبره یې د دې ډلې تر فعالیت لاندې سیمو کې شاوخوا شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، چې ډېری غړي یې بهرنیان دي او د افغانانو پر ضد جګړه کوي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس په سر شي. طالبانو بیا د افغان چارواکو پر دې څرګندونو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.
































