امریکا په افغانستان کې د سرتېرو پرېښودلو ته ډېر دلایل نه لري. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لورل مېلر په یوه مرکه کې ویلي، ښایي د بایډن اداره د سرتېرو تر پرېښودلو ددوی ایستلو ته لومړیتوب ورکړي، خو ځینې شرایط به لري. د نوموړې په خبره د سرتېرو ایستلو ته دلایل ډېر دي یو تر ټولو مهم دلیل دا دی چې د سرتېرو شل کلن حضور په افغانستان کې بې ګټې و، نو له همدې امله یې لا ډېر پاتې کېدل هم بې ګټې دي. مېلر وایي افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي، خو دغه خبرې باید پایلې لرونکې او منظمې وي. نوموړې ټینګار کوي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري نو له همدې امله ټولو ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې پر سیاسي حل رښتینی تمرکز وکړي.
































