د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانان د ژوند مهمو لومړیتوبونو ته باید لاسرسی ولري او د حکومت مسوولیت دی چې دوی ته د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې رامنځ ته کړي. سرچینه وایي د څښاک اوبه، برېښنا، د تګ راتګ لارې، د زده کړو زمینه، خوراک او نور هغه لومړنۍ اسانتیاوې دي چې افغانان ورته اړتیا لري او حکومت یې په برابرولو کې پاتې راغلی دی. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راز پر حکومت غږ کوي چې د پراختیايي او پرمختیايي کارونو په برخه کې ټولنیز عدالت مراعات کړي او خپلو خلکو ته له تبعیض پرته د ښه ژوند زمینه برابره کړي. دغه کمیسیون سولې ته د رسېدو غوره لار د ټولنیز عدالت تامین بولي.
































