یوشمېر امریکایي چارواکو په مې میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو اېستل خطرناک بللي دي. جوزف ډانفورډ، کیلي ایوټ او ننسي لیندبورګ خبرداری ورکړی، چې د دوحې توافقنامې پراساس په مې میاشتې کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو اېستل به په افغانستان کې فاجعه رامنځ ته کړي. دغه امریکایي چارواکي داسې مهال له افغانستان څخه د ځواکونو اېستلو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي، چې طالبانو ویلي که بهرني ځوکونه په مې میاشت کې ونه وځي، نو دوی به د بهرنیو سرتیرو پرضد جګړه بیا پیل کړي.
































