سعودي عربستان وایي، چې راتلونکی کال د خپلو نظامي صنایعو د پیاوړتیا په موخه په دې برخه کې ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي. د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان د نظامي صنایعو ادارې مشر احمد بن عبدالعزیز ال عوَهلي ویلي، چې حکومت یې غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې ۵۰ سلنه نظامي بودجه پر داخلي تولیداتو ولګوي. سعودي چارواکو په دې وروستیو کې پر امریکا سربېره له یو شمېر هېوادونو سره د وسلو د پېرلو تړونونه هم لاسلیک کړي دي. په دې تړونونو کې یو هم د جنګي الوتکو د پېرلو تړون دی، چې له بوینګ امریکایي شرکت سره یې لاسلیک کړی دی. ددغه تړون ارزښت لس نیم میلیارده ډالر ښودل شوی. سعودي چارواکي وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي، چې د امریکا نوي حکومت ویلي، چې له سعودي سره پر اړیکو او له دغه هېواد سره د وسلو د پلور پر تړونونو له سره کتنه کوي.
































