د امریکا د کانګریس غړي وایي بایډن باید له افغانستان خپل سرتېري و نه باسي. په کانګریس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مهم جمهوري غوښتونکی غړی وایي چې په افغانستان کې لا هم خطرونه موجود دي. مایک مک کول ویلي په کانګریس کې به د دې لپاره سخت کار وکړي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او په دغه هېواد کې د یوې بلې جګړې د پیلېدو مخه ونیسي. دده په وینا طالبان یوازې غواړي واک ته ځانونه ورسوي او بایډن ته په کار ده چې په دې اړه د امریکایي چارواکو سلا مشورو ته غوږ شي او په دغه هېواد کې د جګړې ددوام مخنیوی وکړي. نوموړي ویلي چې د سولې له خبرو هم ملاتړ کوي، خو د سرتېرو په ایستلو کې بېړه او غیر مسوولانه چلند نه دی په کار.
































