ولسمشر غني وایي د سرتېرو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ددې اړتیا ده چې ناټو په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره په خپلو پرېکړو کې دقیقه وي. دده په وینا د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره سرتېرو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي. نوموړي همدا راز ویلي چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په وینا یې حکومت یې د سولې ملاتړی دی او د رښتینې سولې او ثبات د راتګ لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی.
































