ایران د اټومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره نوي توافق ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان له ایران غوښتي چې توافقات عملي کړي او دغه راز ددغه ادارې څارونکو ته د ایران د هستوي کارځایونو د څارنې اجازه ورکړي. ایران هم دا هوکړه کړې ده چې ددغه ادارې څارونکي د پوره درېیو میاشتو لپاره ددوی له مرکزونو د څارنې حق لري. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې دوی له امریکا سره خبرو ته تیارېږي، خو تر خبرو مخکې باید امریکا خپل ټول بندیزونه لرې کړي.
































