د ولسي جرګې رییس وایي د امنیتي ادارو مسوولین باید د وروستیو پېښو په اړه د وضاحت لپاره دغه جرګې ته ورشي. میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه خورا بوږنوونکې وبلله او پر حکومت یې غږ وکړ چې ژر تر ژره د شته ګواښونو د ختمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړي. نوموړي همدا راز د ولسي جرګې امنیتي او دفاعي کمیسیون ته دنده وسپارله چې د امنیتي ادارو مسوولین او د کورنیو چارو وزارت چارواکي دغه کمیسیون ته راوغواړي او د وروستیو نا امنیو په اړه وضاحت ترې وغواړي. پرون د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یوه چاودنه وشوه چې د وروستیو معلوماتو له مخې څلور کسه یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړل. ددې پېښې انځورونه او ویډیوګانې خورا بوږنوونکي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.
































