سره له دې چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو ګنګوسې تودې شوې دي، خو طالبان بیا وایي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام ورته د منلو نه دی.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند په تازه مرکه کې ویلي، چې بهرني ځواکونه باید له هوکړې سره سم په مې میاشت کې له افغانستان وتلي وي او که دا کار و نه کړي نو ښایي د طالبانو له بریدونو سره مخ شي. بلخوا افغان چارواکي بیا په دې باور دي چې بهرني ځواکونه دې دلته حضور ولري، ځکه طالبان پر ژمنو عمل نه کوي.
د دوحې له هوکړې سره سم امریکا اړ ده چې خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان وباسي، خو اوس د بایډن حکومت بیا په دې باور دی چې د سولې پر هوکړه دې بیا کتنه وشي. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې خپل سرتېري به د روان ۲۰۲۱ز کال تر مې پورې له افغانستان وباسي، خو داسې ښکاري چې بایډن به پر دې هوکړه توافق و نه کړي. دا هوکړه یو اړخیزه نه وه، د سرتېرو د ایستلو په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د القاعده په ګډون به له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي، جګړې به کموي، له افغان حکومت سره به مذاکرات کوي او دایمي اوربند ته به لاره هواروي.
خو اوس د امریکا په ګډون افغان حکومت هم په دې باور دی چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی. ګڼو امریکايي چارواکو په وروستیو کې ویلي، چې د دوحې پر هوکړه به بیا کتنه کېږي او دا به ارزول کېږي، چې طالبان څومره هوکړې ته ژمن پاتې شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تازه د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې پر هوکړه بیا کتنه کوي او د افغانستان د وضعیت تر ارزولو وروسته به د خپلو سرتېرو د حضور او وتلو په اړه پرېکړه کوي.
د ناټو د دفاع وزیران هم په غونډه کې پر دې سره سلا نه شول چې په افغانستان کې د ځواکونو حضور ته ادامه ورکړي کنه، له همدې امله دغه پرېکړه بلې مرحلې ته وځنډول شوه. اوس طالبانو په دې وروستیو تحولاتو غبرګون ښودلی دی. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر مې میاشتې وروسته د امریکایي او بهرنیو ځواکونو حضور ورته د منلو نه دی.
د مجاهد په خبره، امریکايي ځواکونو ته په کار ده چې له هوکړې سره سم پر ټاکلې نېټه له افغانستان ووځي او په دې توګه دې دلته د جګړو دوام ته زمینه نه برابروي. مجاهد د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې له احتمالي تمدید سره مخالفت کړی او په خبره یې، په هېڅ صورت به د ځواکونو د حضور له دوام سره موافقه ونه کړي. د ده په خبره: «په هېڅ صورت د بهرنیو سرتېرو د وتلو د ضرب الاجل له تمدید سره موافقه نه کوو».
نوموړي ویلي که ناټو او امریکا په رښتینې توګه د اوسني بهران د پای ته رسولو ملاتړي وي، نو ښه لاره یې همدا ده چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د ده په خبره: «که ناټو، امریکا او نور اړخونه د بحران د پای ته رسولو غوښتونکي وي، نو پر هغه هوکړه دې عمل وکړي چې له موږ سره یې لاسلیک کړې ده».
بلخوا د امریکا په کانګریس کې هم د جمهوري غوښتونکو مشر ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر دوام ټینګار کوي. مایک مک کول وایي، که امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي، نو د دې احتمال شته چې طالبان د داعش په څېر چې په عراق کې راپورته شول، دوی هم په افغانستان کې راپورته شي او دغه هېواد د کورنیو جګړو پر ډګر بدل شي. افغان حکومت هم د دې ملاتړی دی چې بهرني ځواکونه په دقت د خپل حضور او وتلو په اړه پرېکړه وکړي.
































