د قطري رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان د سولې مسئلې او په دغه هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي. پاکستان او قطر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې بین الافغاني مذاکرات خورا پڅ پر مخ روان دي خو خونړیو جګړو د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.
































