پوره یو کال کېږي چې په امریکا کې کرونا وبا خپره شوې ده چې له همدې سره جوخت په دغه هېواد کې د کرونا له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم تر ۵۰۰ زره اوښتی دی. د امریکا ولسمشر جو بايډن په همدې مناسبت په سپینه ماڼۍ کې د رسنیو پر وړاندې یوه دقیقه سکوت اختیار کړ او بیا یې په خپلو خبرو کې وویل چې دوی ددغه وبا د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. همدا راز به د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د پنځو ورځو لپاره د امریکا بیرغ نیم ځوړند وي. دمګړی امریکا د کرونا له امله د مړینې او اخته کسانو د لېست په سر کې ده. شاوخوا اته ویشت میلیونه مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي، تر پنځه سوه زره ډېر امریکایان کرونا وژلي دي او تر ۳۷ میلیونه ډېرو امریکایانو ته بیا تر دې دمه واکسین ورکړل شوي دي.
































