ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي. دده په خبره دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي. ولسمشر همدا راز وویل چې حکومت یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په خبره یې دوی د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت په ښه توګه مدیریت کړ. په دې مراسمو کې په کابل کې د هند د سفارت مرستیال هم وویل چې دوی افغانستان ته په لومړۍ مرحله کې پنځه سوه زره دوزه واکسین ورکړي دي او ددغه ویروس د ختمولو لپاره له افغانستان سره خپلو لا ډېرو مرستو ته ادامه ورکوي.
































