پاکستان یو ځل بیا ویلي چې افغان سوله یې په ګټه ده او بین الافغاني مذاکرات د مثبت پرمختګ په حال کې دي. د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې د دغو خبرو پر وړاندې ځینې خنډونه شته خو د وخت په تېرېدو به ټولې ستونزې اوارې شي. افتخار زیاته کړې چې په دې برخه کې د پاکستان مثبت رول ښکاره دی او په وینا یې امن افغانستان د پاکستان په ګټه هم دی. نوموړي څرګنده کړې، ټول په دې باور لري چې پاکستان په دې برخه کې پام وړ همکاري کړې او کوي یې. د پاکستاني پوځ ویاند دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ویلي چې طالب پلاوي په دوحه کې د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي سره په دوستانه فضا کې لیدنه کړې او ژمنه شوې چې لیده کاته به دوام پیدا کوي.
































