په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان پر ډېری برخه خاوره د کنټرول دعوه کوي او په دې وروستیو کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړل چې د افغانستان پر ډېره برخه خاوره طالبان کنټرول لري، د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل ویلي چې افغان ځواکونه د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره کنټرول لري او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې د خبرو پر مهال دغه راز ویلي، چې د سولې په خبرو کې به په امنیتي او دفاعي ځواکونو هېڅ راز معامله و نه شي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان ځواکونه د تجهیز په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته او په وینا یې ۹۷ سلنه نظامي عملیات افغان ځواکونه ترسره کوي. میاخیل زیاته کړې، د طالبانو د زندانیانو خلاصون سره تمه دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی را ټیټ کړي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.
































