کرنې وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې سږني حاصلات یې نږدې ۲۱ټنو ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران پکې تولید شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، په ۱۳۹۹لمریز کال کې یوازې د هرات ولایت په اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي. د یادونې ده چې تېرکال ٢٠ ټنه زعفران لاسته راغلي وو.
د کرنې وزارت په وینا، په افغانستان کې د زعفرانو د کرکیلې دودېدو په ډېریو ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت ځای نیولی او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه شوی دی. یاد وزارت وايي، چې د افغانستان زعفران امریکا د سیمې او اروپايي هېوادونو ته هم صادر شوي دي. کرنې وزارت ډاډ ورکوي چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې به هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه وساتل شي.
































