المان په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د احتمالي تمدید خبر ورکړی دی. د المان د دفاع وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د دوی نظامي ماموریت د روان کال په مارچ کې پای ته رسېږي خو په دې لټه کې دي چې دغه ماموریت تر ۲۰۲۲ ز کال پورې تمدید کړي. نوموړې ویلي چې له پارلمان سره په دې اړه بحثونه روان دي او ښايي دوی ډېر ژر په دې هکله موافقه ورسره وکړي. المان دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده پر مخ وړي. المان داسې مهال د خپلو سرتېرو د حضور د دوام په اړه خبره کوي چې ټاکل شوې د دوحې هوکړې له مخې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
































