په ازبکستان کې به ډېر ژر د افغان سولې او سیمه ییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سیمه ییز اتصال پر ستونزو او فرصتونو په ازبکستان کې د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په کچه کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې ټاکل شوې چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو تر څنګ د روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم ګډون وکړي. ازبکستان وایي له دې کار یې موخه دا ده چې په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي.
































