په افغانستان کې لا هم زرګونه ماشومان له روانو جګړو اغېزمن دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي سره له دې چې په جګړو کې د تېرو کلونو په پرتله د ماشومانو تلفات کم شوي دي، خو بیا هم د هغو ماشومانو شمېر ۲۵ سلنې ته رسېدلی چې په بحراني وضعیت کې ژوند کوي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د هغو ماشومانو شمېر هم ۱۶ سلنې ته رسېدلی دی چې زده کړو او ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. دغه کمیسیون روانې جګړې د ماشومانو لپاره خورا خطرناکې بولي او له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز ډېر کړي او د ماشومانو د خوندیتوب او ښه ژوند لپاره دې زمینه برابره کړي.
































