رویټرز په یوه راپور کې ویلي د ایران پارلمان ددغه هېواد له حکومت غوښتي چې باید هره میاشت لس کیلوګرامه یورانیم ذخیره کړي او په یوه کال کې باید دا کچه ۱۲۰ کیلو ګرامه ته ورسوي. په راپور کې راځي چې د ایران دغه ذخیره کړي یورانیم له شل سلنې غنا برخمن دي او په دې مانا چې په نظامي تجهیزاتو کې هم کارېدلی شي. سرچینه کاږي چې ایران دمګړی ۱۷ کیلو او ۶۰۰ ګرامه یورانیم لري. ایران د اټومي هوکړې له مخې ژمن و چې یوازې ۴،۵ سلنه غنا لرونکي یورانیم به ذخیره کوي خو اوس یې دا سلنه لوړه کړې ده. له دې سره جوخت دغه راپور د نړیوالو غبرګونونه پارولي دي او د ایران پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
































