لویه څارنوالي وایي تېر کال یې د اداري فساد سلګونه دوسیې څېړلې دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې تېر کال یې د فساد ۲۶۶ لویې قضیې او ۱۵۲۵ عادي قضیې څېړلې دي. دده په وینا د درنو جرمونو له لارې یې د قضیو د څېړلو له درکه د حکومت خزانې ته ۸۳ میلیونه او ۷۱۹ زره افغانۍ او د عادي قضیو له درکه ۳ میلیونه او ۵۴۸ زره افغانۍ د حکومت خزانې ته اضافه کړې دي. نوموړي ویلي په افغانستان کې د فساد ټولې قضیې څېړل کېږي او هر هغه څوک چې په فساد تورن وي د لویې څارنوالۍ لخوا به تعقیب کېږي او دوسیه به یې څېړل کېږي. دده په وینا د فساد پر وړاندې مبارزه د حکومت او لویې څارنوالۍ لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې پراخ فعالیتونه پيل کړي دي.
































