د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا ویلي چې ډېر ژر به په مسکو کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته جوړه کړي. هغه له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې دا ناسته به د روان کال د فبروري میاشتې تر پایه پورې راوبلل شي او د سولې پروسې په ګډون به پر ډېرو نورو مهمو موضوعاتو باندې پکې خبرې اترې وشي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم کابلوف ویلي و چې ده له خپل امریکایي سیال زلمي خلیلزاد سره خبرې کړې دي او هغه ورسره په دې اړه موافقه کړې ده. کابلوف څرګنده کړې وه چې روسیه د افغانستان په اړه اندېښمنه ده او دوی به د دغه هېواد په اړه له خپلو شریکانو سره خبرو او مشورو ته دوام ورکړي.
































