امریکا د افغان جګړې د ختمولو لپاره جدي هڅې پيل کړې دي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. هغه وایي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه او ددې وضعیت د بدلولو لپاره د افغان لوري په ګډون له ټولو ملګرو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او د داسې لارې پلټل روان دي چې وکړی شي د ټولو لورو امنیت خوندي کړي. د کربي په وینا د امریکا ددفاع وزارت هم د بایډن له لارښوونې سره سم پر خپلو ټولو پلانونو او احتمالي اقداماتو کار روان کړی دی او تر دقیقو او هر اړخیزو ارزونو وروسته به د امریکا حکومت د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.
































