طالبان لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ملاتړي او د روزنې مرکزونه لري. د انډیا ټوډې په یوه راپور کې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د مخکیني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ له خولې لیکل شوي چې طالبان لا هم په سیمه کې د ایران او پاکستان په څېر ملاتړي لري او په دغه هېوادونو کې یې مرکزونه فعال دي. د ډنفورډ په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان او نورې ترهګرې ډلې له ۱۳ تر ۱۸ میاشتو ځانونه بېرته په افغانستان کې فعالولی شي چې امریکا، افغانستان او متحدینو ته به یې خطرونه جوړ کړي. نوموړی ټینګار کوي چې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه پرځای پرېکړه نه ده او باید پر هغې بیا کتنه وشي.
































