ښايي امریکا د دوحې په هوکړه کې تعدیلات راولي او مواد یې بدل کړي. د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن په خپله یوه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوسنۍ هوکړه ناقصه ده او طالبانو یې هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. دده په وینا بین الافغاني مذاکرات، د تاوتریخوالي کموالی او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول ددغه هوکړې مهم موارد وو، چې تر ډېره نه دي عملي شوي. د اوهالن په وینا طالبان له افغان حکومت سره په خبرو کې هېڅ راز نرمښت نه ښي او همدا راز عملا یې جګړې ډېرې کړې دي او د سولې خبرې سړې پر مخ روانې دي. دده په خبره همدې مواردو ته په کتو امریکايي حکومت ښايي دا هوکړه تعدیل کړي او یا یې په بشپړه توګه منحل کړي، ځکه ګټې یې یوازې طالبانو ته دي او جګړې یې نه دي کمې کړې.
































