په اروپا کې د نشه يي توکو یوه لویه محموله نیو شوې ده. د المان او بلجیم حکومت وایي چې تېره ورځ یې په خپلو ګمرکونو کې ټولټال ۲۳ ټنه کوکائین نیولي دي. له دې ډلې ۱۶ ټنه یې په المان کې او ۷ ټنه یې په بلجیم کې نیول شوي دي. د دوی په خبره دا د اروپا په تاریخ کې د نشه يي توکو تر ټولو ستره محموله ده چې د پولیسو لاس ته لوېږي. بلخوا هالنډ ویلي چې ددې نشه يي توکو د قاچاق په تور یې یو کس نیولی دی. د المان حکومت ویلي ددغه نشه يي توکو ارزښت میلیاردونه ډالرو ته رسېږي خو تر اوسه روښانه شوې نه ده چې ددې توکو اصلي منبع کوم هېواد دی.
































