په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د افتخاري لقب ګټوونکو ته جايزې ورکړې او يوه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په نوموړۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د چين د کمونېست ګوند او د هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ګډو کوښښونو له لارې په همدې مهم وخت کې يعنې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په وخت کې په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزې هراړخيز برياليتوب تر لاسه شوی، ۹۸ مليونه ۹۹۰ زره بېوزله کليوال کسان، ټولې ۸۳۲ بېوزلې ولسوالۍ او ۱۲۸ زره بېوزله کلي له بېوزلۍ څخه وتلي دي، د سيمه ييزې بېوزلۍ مسئله حل شوې او د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو درنه دنده بشپړه شوې ده. دا کار چې په تاريخ کې پاتې کېږي، د چينايانو، د چين کمونېست ګوند او چيني ملت ستر فخر دی.
































