ولسمشر غني ویلي چې عدالت د ثبات اساس دی او د عدالت د تامین لپاره به له هیڅ راز هڅو مخ ونه ګرځوي. نوموړي نن په ارګ کې د دولت د قضایاوو ملي کنفرانس اختتامیه مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي چې غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي. هغه زیاته کړې چې غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او په وینا یې دی به په هیڅ صورت ورته اجازه ورنه کړي او هغوی چې غصب یې کړی دی د قانون په رڼا کې به ورسره جدي چلن وشي. ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام دغه راز ویلي چې دولتي املاک د افغانستان د انکشاف راتلونکی تامینوي او د غصب هره قضیه په جدي ډول څارل کېږي او په واضح او اساسي ډول به بېرته ګرځول کېږي.
































