د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت غځولی دی. د جرمني د حکومت دا پرېکړه اوس د دغه هېواد د فدرالي پارلمان تایید ته هم اړتیا لري. د حکومت دغې پرېکړې له مخې، جرمني ځواکونه به تر لسو نورو میاشتو په افغانستان کې پاتې کېږي. په افغانستان کې د جرمني پوځيانو د ماموریت غځولو پرېکړه د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې نږدې یوه اوونۍ وروسته شوې ده. ناټو ویلي وو، تر اوسه یې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې. جرمني اوسمهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ پوځيان لري چې تر امریکا وروسته دا په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو لوی شمېر دی. د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي، د نوې پرېکړې له مخې به لږترلږه ۱۳۰۰ جرمني پوځیان په افغانستان کې حضور ولري. سټیفن وویل، دا پرېکړه د افغانستان وضعیت ته په پام سره شوې ده.
































