په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم، وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه، نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ نه دي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ یو هېواد پر ضد استفاده نه کیږي او د هغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي. ډاکټر نعیم دغه راز په افغانستان کې په هدفي وژنو کې د دې ډلې لاس درلودل رد کړې دي. نعیم وایي چې په تېر یو کال کې د طالبانو تاوتریخوالی راکم شوی دی. هغه ادعا کوي چې طالبانو د دوحې د تړون له لاس لیک وروسته د افغانستان د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط لپاره خپل بریدونه درولي دي.
































