هند او پاکستان هوکړه کړې چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې سمدستي پوځي دښمنۍ پای ته ورسوي او د ۲۰۰۳ کال د متارکې توافقنامه بیا عملي کړي چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو سیالو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ راکم شي. د دواړو هېوادونو لخوا په خپرې شوې ګډې اعلامیې کې د دواړو هیوادونو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ویلي چې له دې وروسته به دواړه غاړې د موجوده هوکړو څخه پالنه کوي او پر پوله باندې به د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی کوي. د پاکستان د پوځ لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې دواړه غاړې به ګډو ګټو او دایمي سولې پالنه کوي او د یو بل خبرو ته به غوږ نیسي او د هغو راولاړو شویو ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کوي چې په تېرو وختونو کې د تاوتریخوالي سبب شوې وې. د کشمیر په سر د ۱۹۴۷ کال څخه راپدېخوا د هند او پاکستان ترمنځ درې وارې جګړه شوې ده خو لا هم د همالیا سیمې په سر د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه کشاله لا هم نه ده حل شوې.
































