د آلمان د دفاع وزیره انه گريت کرمپ کارنباور، نن سهار بلخ ته رسیدلې څو له آلماني ځواکونو سره وویني. د آلمان د حکومت کابینې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پورې تمدید کړ. د آلمان د دفاع وزارت په یوه بیان کې د کرنباور له قوله لیکلي، چمتو دي چې په راتلونکي کې د سولې پروسې ملاتړ ته ادامه ورکړو.
































