روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۷۰۷ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او څلور تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۴۴۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۹ زره او ۲۸۵ تنو ته ورسېد.
































