د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستان سره په سرحد کې د دوو ایرانیانو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي. راپورونه وايي دغو دوو ایرانیانو غوښتل له ایران څخه سون توکي پاکستان ته ولیږدوي چې په سرحد کې وژل شوي دي. د دغې پېښې د غندلو لپاره د سیستان بلوچستان د سراوان په ښار او نورو سیمو کې لاریونونه هم شوي دي. راپورونه وايي په دغو لاریونونو کې یو پولیس هم وژل شوی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، د پاکستان د سرحد ساتونکو د یو وژل شوي جسد دوی ته سپارلی دی. ایراني چارواکي وايي دا پېښه او ډزې د پاکستان په خاوره کې شوي دي، خو پاکستاني چارواکي وايي د ایران پولیسو پر هغو کسانو ډزې کړې دي چې په ناقانونه توګه یې له ایران څخه پاکستان ته سون توکي لېږدول.
































