روسیه وايي، د افغانستان د سولې خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې. هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ. لاوروف زیاته کړه تر اوسه پورې د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی. لاوروف داسې مهال د دوحې بهیر ټکنی وباله چې له پنځو اوونیو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې مرکچي ټیم او طالبانو تېره اوونۍ ناسته ترسره شوه.
































