پاکستان وايي امریکا دې ژر تر ژره د سولې پر هوکړه بیا کتنه پای ته ورسوي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او پوره دقت د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د سولې هوکړې بیا کتنې پروسه چټکه شي. دده په وینا څومره ژر چې امریکا خپل دريځ روښانه کړي دومره ژر به په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شي. هغه ویلي پاکستان ددې ملاتړی نه دی چې امریکا په بېړنۍ توګه خپل سرتېري وباسي، ځکه په دې پرېکړه کې دقت ته اړتیا ده. دغه پاکستاني ديپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې همکاري کوي.
































