سپینه ماڼۍ وایي ښایي د امریکا حکومت راتلونکو څو اوونیو کې پر روسیه ځینې تازه بندیزونه وضع کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي، پر روسیې ځینې تورونه د څېړنې په حال کې دي چې له هغې ډلې، د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو کې د دغه هېواد مداخله، طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژنې پر سر د پیسو ورکول او د امریکا پر مهمو دولتي بنسټونو وروستي سایبري بریدونه په دقیقه توګه تر څېړنې لاندې دي. هغې ویلي چې د ملي امنیت ټیم به په لنډه موده کې دا تورونه وڅېړي او د څېړنې له پای ته رسېدو سره ممکن پر روسیه تازه او سخت بندیزونه ولګول شي. امریکا دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وړاندې تر دې یو شمېر روسي چارواکو ویلي وو چې دوی د بایډن له ادارې د ښو اړیکو تمه نه لري.
































