کابل ښار کې ماین چاودنې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې، نن مخکې له غرمې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند ولایتیو سیمه کې پر یو کرونا ډوله موټر باندې ماین چاودنه شوې ده. عیني شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې پړه هم تر دې دمه د وسله والو طالبانو په ګډون کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































