د امریکا په نیویارک ایالت کې یو کس د چاړه په واسطه درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د نیویارک پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د دغه ایالت په یو غیر قانوني ځای (قمارخونه) کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او دوه نور سخت ټپيان دي. پولیسو ویلي چې په پېښه کې د ټپي شویو کسانو له ډلې د یو هغه یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د پولیسو په خبره، تر اوسه د پېښې څرنګوالی څرګند نه دی خو دوی یې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































