روسیه وایي له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده. د روسیې د ملي امنیت شورا غړو د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دوی همدا راز ویلي چې تر دې دمه له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر وخت مخکې کار دی او دغه راز د امارت راګرځېدل ورته د منلو نه دي. د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشف ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی د هغو سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب ګرځي. روسیې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغان سولې سره همکار دي او د بین الافغاني خبرو او افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو او کنفرانسونو کوربه توب هم کوي.
































