د سولې هوکړه د تاوتریخوالي د کمېدو نه بلکې د جګړو د شدت سبب شوه. سټار انډ سټرایپس نشریې د افغانستان د مسایلو له ګڼو څارونکو سره خبرې کړې دي او دوی ویلي چې طالبان د سولې هوکړې په لاسلیک سره خپلو موخو او هیلو ته رسېدلي دي. ددوی په خبره د سولې هوکړې طالبانو ته د بریا حس ورکړی دی او داسې ګومان کوي چې دوی امریکا ماته کړې ده او ژر به افغان حکومت هم را وپرځوي. دغه ورځپاڼې ته طالب قومندانانو هم ویلي چې امریکا یې ماته کړه نو د حکومت ماتول ورته اسان دي. شنونکو ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا دې د افغانستان په اړه غیر مسوولانه چلند نه کوي او تر دقیقې ارزونې وروسته دې د افغانستان په اړه اغېزناکه او د جګړو ختموونکې پرېکړه وکړي.
































