افغان حکومت وایي د حزب التحریر فعالیتونه په افغانستان کې غیر قانوني دي. د ولسمشر لومړي مرستیال د شپږ نیمو جلسو اړوند په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه حزب د افغانستان د قوانینو له مخې له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی نو له همدې امله یې پر غونډو او فعالیتونو بندیز لګول شوی دی. د نوموړي په وینا ددغه ګوند هر ډول فعالیتونه غیر قانوني دي او دوی به یې ډېر ژر پر وړاندې نظامي تګلاره خپله کړي. هغه همدا راز تور پورې کړی دی چې حزب التحریر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره فکري نږدېوالی لري نو له همدې امله یې پر وړاندې جدي اقدامات کېږي. صالح د یاد ګوند ټولو نږدې کسانو ته خبرداری ورکړی چې له دې ګوند سره اړیکې پرې کړي، په غونډو او تجمعاتو کې یې ګډون و نه کړي او د کار ددوام په صورت کې یې پر وړاندې جدي او قانوني اقدامات ترسره کېږي.
































