امریکا وایي ژر به د سعودي عربستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د رسنیو تر نیوکو وروسته چې ولې یې د خاشقجي د قتل په قضیه کې پر محمد بن سلمان بندیزونه نه دي وضع کړي، ویلي امریکا په ټوله کې د عربستان په اړه خپل دریځ ډېر ژر روښانه کوي. دده په وینا سبا او بل سبا به تازه اعلامیه خپره کړي او په هغه کې به د سعودي عربستان پر وړاندې د امریکا دريځ روښانه شوی وي. په وروستیو ورځو کې امریکا د عرب خبریال جمال خاشقجي د قتل راپور خپور کړ چې ویل کېدل د وژلو پلان یې محمد بن سلمان منظور کړی و. نوموړي بیا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.
































