زلمي خلیلزاد سیمې ته د سفرونو نوې لړۍ پيل کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې خلیلزاد هڅه کوي د سفرونو په دې لړۍ کې د افغانستان د سولې په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي او د سیمې له هېوادونو سره پر بېلو مسایلو خبرې ولري. دا به د بایډن د واکمنۍ پر مهال سیمې ته د خلیلزاد لومړنی سفر وي. خلیلزاد د افغان سولې په تړاو په ځلونو سیمې په تېره پاکستان، هند او قطر ته سفرونه کړي دي، خو سیاستوال په دې باور دي چې د نوموړي هڅې د جګړې په کمولو کې کمرنګه دي او د بایډن حکومت باید په دې اړه دقیق او هر اړخیز ګامونه اوچت کړي. خلیلزاد داسې مهال دغه سفر کوي چې امریکا وایي د سولې پر هوکړه بیا کتنه کوي او همدا چې دغه بیا کتنه بشپړه شي په دې اړه به خپل دریځ روښانه کوي.
































