طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې هوکړه دې په بشپړه توګه عملي کړي. د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوحې هوکړې یو کال پوره شو، خو سره له دې چې ددغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې وې، بیا هم هوکړه او د سولې بهیر مثبت لور ته روان دی. طالبانو ددغه هوکړې د لاسلیک پر مهال پر حاضرو هېوادونو غږ کړی چې د هوکړې په عملي کېدو کې خپلې هڅې ډېرې کړي. دوی همدا راز ټینګار کوي چې بندیان یې دې خوشي کړل شي او د مشرانو نومونه یې دې له تور لېست و ایستل شي. طالبان داسې مهال ددغه هوکړې عملي کولو ته ځانونه ژمن بولي، چې امریکا او افغان حکومت ددوی پر خلاف ادعا کوي چې دغه ډله هوکړې ته ژمنه نه ده او د جګړې د کمولو پر ځای یې جګړې شدیدې کړې او پراخې کړې دي. افغان حکومت همدا راز وایي چې طالبان ډېر وخت په دوحه کې د خبرو مېز ته هم نه حاضرېږي نو له همدې امله امریکا باید پر دغه هوکړه بیا کتنه وکړي.
































