په داسې حال کې چې د امریکا- طالبانو هوکړه یو کلنه شوه، افغان دولت دغه هوکړه بې ګټې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی دی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې. هغه زیاته کړې چې له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی. هغه تور پورې کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده او په وینا یې، که د سولې هوکړې ته له افغاني لیدلوري وکتل شي نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی. بلخوا طالبانو بیا ویلي، چې دوی هوکړې ته ژمن دي او له امریکا یې هم ورته تمه ښودلې ده.
































