سعودي عربستان ویلي چې پوځ یې پر پلازمېنه ریاض د توغندویي برید مخنیوی کړی دی. د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي چې دغه توغندي د یمن انصارالله ډلې توغولي دي خو له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې په یمن کې د انصارالله په نامه وسله والې ډلې ویلي چې دوی شاوخوا اته توغندي د سعودي پر پلازمېنه ریاض باندې توغولي دي. هغوی ادعا کړې ده چې دوی خپل هدف په بریالتوب ویشتی دی او په خبره یې، په دې برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. یمن کې د حوثي یاغیانو ترڅنګ د انصارالله په نامه وسله والې ډلې د ایران تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.
































